ذبیح الله مجاهد.
بیګا شپه د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ په بمبایو کلې کې امریکايي وحشی عسکرو د يوتن کليوال حمیدالله په کور چاپه ووهله ، د کور دروازه يي ماته کړه، خلک يي وويرول، او دحميدالله د کور څلورتنه عام کسان يې ونيول او له ځانه سره يې يوړل، امریکايي عسکرپه داسې حال کې لاهم د ملکي افغانانو په کورونو چاپې وهي، خلک له خواږه خوبه را ويښوي ، بندیانوي ، وهي او ډبوي، د خلکو د کورونو په حریم تير کوي چې يو شمیر بې ضميره څيرې لا هم د دغو وحشي عسکرو شتون د هیواد په ګټه بولي او د امريکايي وحشي عسکرو د اشغال د دوام غوښتنه کوي.
دغه چاپه په داسې حال کې وهل شوي چې يوه شپه وړاندې هم د سيداباد ولسوالۍ د شنیز درې د سيرک کلي د حاجې هزارګل مسجد امریکايي عسکرو د يوې چاپې په مهال ړنګ کړ، دقرآنکریم نسخې يې تر پوښو لاندي کړي اوبې حرمتي یې وکړه.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۳/۶هـ ق
۱۳۹۲/۱۰/۱۷هـ ش ــ 2014/1/7م
افغانستان